د لاسرسي ځای

د کورمې انتظامیه راسره د تعلیم پرمختګ کې مرسته نه کوي


په کورمه کې د زده کوونکیو تنظیم کورمه سټوډنټس آرګنایزېشن مشران وايي، په سیمه کې یې د تعلیم پرمختګ لپاره هلې ځلې روانې کړې دي خو ځايي پولټیکل انتظاميه لخوا هیڅ مرسته نه کیږي. د تنظیم مشران وايي، دوی غواړي چې دغه سیمه د تعلیم په میدان کې مخکې ولاړه شي خو د انتظاميې چلند او رویې یې زړونه ورمات کړي دي. خو د مشال راډيو خبریال طارق اورکزي د چارواکيو له خولې وايي، په سیمه کې تعلیم پرمختګ لپاره چې هرڅوک هم هلې ځلې کوي، دوی به یې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG