د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبادي: امریکا به د داعش پرضد مبارزه کې د عراق ملاتړ وکړي


د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په خپله لومړنۍ لیدنه کې ده ته ډاډ ورکړ چې متحدایالات به د اسلامي دولت ډلې (داعش) پرضد په مبارزه کې د عراق د هڅو ټینګ ملاتړ وکړي.

عبادي چې د اسلامي دولت ډلې پرضد ټلوالې په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی په دوشنبه [۲۱م مارچ ۲۰۱۷] یې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وکتل.

عبادي وویل، دی فکر کوي چې د ټرمپ اداره به د بارک اوباما د ادارې په پرتله پراخو اقداماتو ته چمتو وي.

"د عراق او امریکا ترمنځ اړیکې زموږ لپاره حیاتي دي. موږ په جګړه کې او د اسلامي دولت ډلې داعش په وړاندې مبارزه کې ګډ شریکان یو."

عبادي وویل، که څه هم د عراقي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د اوباما د ادارې د هڅو په نتیجه کې داعش ډله له هغو سیمو چې نیولې یې وې، ایستل شوې خو د ده په وینا د اوباما حکومت د داعش ډلې پرضد د مبارزې لپاره د نورو امریکايي ځواکونو د ځانګړي کولو په مسئله کې زړه نازړه و.

د عراق وزیر اعظم وویل، دی داسې تصور کوي چې د ټرمپ اداره به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې سخت اقدامات وکړي.

د مارچ په ۲۰مه نېټه له عراقي وزير اعظم حيدر العبادي سره د خپلې لومړۍ لیدنې پرمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، دی به له عراقي پلاوي سره پر هغه تشه خبري وکړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له لوري د عراق په شمال او لویدیځ کې د پراخو سیمو له نيولو پس پيدا شوې ده.

ټرمپ دا هم وويل چې امریکا ته په لومړي سر کې عراق ته تلل نه وو پکار.

حيدر العبادي په داسې حال کې د سپينې ماڼۍ دوره کوي چي ټرمپ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې د تندۍ او چټکتیا موندلو په موخه د اتوشپېتو هېوادونو د يوې غونډې لپاره تياري کوي.

ټرمپ ژمنه کړې چې راډیکاله اسلامي ترهګر به له بېخه باسي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG