پراګ: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جمعې پر ورځ د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیده کاته وکړل.
د ملي امنیت له خوا په خبره شوې کې ویل شوي چې دا لیده کاته د روس په پلازمېنه ماسکو کې شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر ګډو ستراتېژيو او د سیمه ییزو اقتصادي پروژو په ښه توګه عملي کېدو خبرې اترې وشوې.
حنیف اتمر وویل چې افغانستان روس خپل مهم سیمه ییز اتحادي بولي او د ګډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاري او ګډون ارزښتمن بولي.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامدارو همکاریو ژمنې له بیا تازه کولو سره وویل، چې روس په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د افغان دولت د پالیسۍ او لومړیتوبونو ملاتړ کوي.
په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.