د لاسرسي ځای

د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د پنجشبنې پر ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، سیاسي ګوندونو دې ته په کتو چې پاکستان د جنګ په حالت کې دی، د پوځي عدالتونو موده په مشروط ډول تر دوو کلونو د غځولو پرېکړه کړې.

ده وویل، په دې لړ کې به ترمیمي قانوني مسوده د ګل یا دوشنبې پر ورځ په قامي اسمبلۍ کې منظوره شي. تر دې مخکې پیپلز ګوند د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مخالفت کاوه.

صادق وویل، جمیعت علمای اسلام (ف) او جماعت اسلامي هم په مسوده کې د ځېنو بدلونونو غوښتنه کړې چې دوی شامل کړي دي.

د پېښور پر ارمي پبلېک سکول تر حملې وروسته، د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۵ز کال کې د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړې وه چې قانوني موده یې سږکال په جنورۍ کې پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG