د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سختدریځۍ پر ضد په اقداماتو کې علما ورشریک کولو ښه نتیجې لرلای شي'


د پاکستان علما کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي وايي، دوی د سختدریځۍ او ترهګرۍ ضد مفکوره وړاندې کولای شي خو په دې برخه کې زیات کار د حکومت د کولو دی.

نوموړي د پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، که حکومت د سختدریځۍ پر ضد په اقداماتو کې علما ورشریک کړي نو ښه نتیجې لرلای شي:

((ډېر داسې کارونه دي چې د حکومت د کولو دی. حکومت اکثر په خپلو کارونو کې نیمګړتیاوې لري. که حکومت له عالمانو سره په ګډه کار وکړي او په ځانګړي ډول د پاکستان علما کونسل پر وړاندې کړې تګلاره هم عمل وکړي او نور مذهبي مشران هم له ځانه سره یو ځای کړي، نو دا به ښه پایلې ولري.))

اشرفي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې روانه اوونۍ پاکستاني وزیراعظم میا نواز شریف د هندوانو د اختر لمانځغونډې ته په وینا کې پر دیني عالمانو د سختدریځۍ ضد مفکورې جوړولو او خپرولو غږ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG