د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یوه عدالت د ټرمپ د کډوالۍامر ځنډولی


د امریکا په هوايي نومي ریاست کې عدالت د کډوالو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمیم شوی امر ځنډولی دی.

عدالت دا ګام تر هغه څو ساعته وړاندې اخیستی دی چې ټاکل شوې وه د ولسمشر یاد امر نن یانې د مارچ پر ۱۶ عملي شوی وای.

د عدالت جج ډېریک واټسن بېګا ناوخته په خپله پرېکړه کې ویلي چې دوی د دې امر عملي کېده د هوايي ریاست لپاره ډېر په تاوان بولي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې امر هدف دا وو چې له شپږو مسلمان اکثریت لرونکو هیوادونو څخه کډوال او هسې سفر کوونکي په لنډمهاله توګه امریکا ته له ننوتو وګرځوي.

تر شپږو زیاتو ریاستونو هڅه کوله چې د دې ولسمشریز امر د عملي کېدو مخه ونیسي.

په مېريلېنډ ، واشنګټن او هوايي ریاستونو کې عدالتونو د چارشنبې په ورځ په دې اړه عدالتي اورېدنې وکړې.

د هوايي عدالت ویلي چې یاد امر د مذهب او قومیت پر اساس توپیري چلن کوي او په دې ایالت کې مېشتو خلکو ته د ورتلونکو خپلوانو مخه نیسي.

په دې هیوادونو کې ایران ، شام ، سوډان ، صومالیا ، لیبیا او یمن شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG