د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان پر کډوالو د فشار راوړلو له امله یو خطرناک سیاست پرمخ وړي'


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان په ډیورنډ کرښه کې د ستونزو په رامنځ ته کولو او پر کډوالو باندې د فشار راوړلو له امله یو خطرناک سیاست پرمخ وړي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د سېشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل پاکستان هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښې دواړوو خواوو ته پرتې سیمې خالي کړي.

"زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره د سیمې د خلکو د سرنوشت خبره ده، دا که د ډیورنډ له کرښې دې خوا او یا هم هغې غاړې ته پراته دي له تاریخي پلوه دا یو ولس دی چې د ښکېلاک او جبر په چاړه بېل شوي دي."

لېوال زیاتوي افغان حکومت به د ډیورنډ کرښې په اوږدوکې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو حقونه خوندي کړي.

د نوموړي څرګندونې له هغه وروسته راغلي چې د افغان چارواکو په وينا د پاکستان له لوري د افغانستان پر یو شمېر سیمو راکټي حملې روانې دي. پاکستان لا تر دې دمه د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG