د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د دریو قوماندانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي دي


د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي ، چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په پېښه کې د افغان وزیرستاني او حذیفه په نومونو د وسله والو طالبانو دوه مهم قوماندان چې په ګڼ شمېر ترهګریزو پېښو کې یې لاس و، وژل شوې دي.

چارواکي وايي، په وسله والو طالبانو یاده حمله هغه مهال ترسره شوې چې کله یې د یوه وژل شوې طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

کرامت خان د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان و چې په سیمه کې یې د حکومت پر ضدفعالیتونو کې لاس درلوده، چې د ځايي خلکو سره په نښته کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG