د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کونړ بریدونه، کابل اسلام اباد ته شکایت وکړ


د افغانستان حکومت د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت ته رسمي شکایت کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېیر دې وزارت ته وربلل شوی وو. د خبرپاڼې په حواله، د پاکستان ناظم الامور یا شارژدافېیر ته پر هغو مواردو چې د افغانستان حکومت یې جدي اندېښنه لري، معلومات ورکړل شوي او د حکومت رسمي شکایت ورته سپارل شوی دی. خبرپاڼه وايي، د پاکستان له لوري د کونړ پر سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو راکټي حملې روانې دي او افغان لوري يې په مکرر ډول د بندېدلو غوښتنه کړې ده. د افغانستان حکومت کونړ کې د ډېورند کرښې پر امتداد د پاکستان د پوځي هیليکاپټرو د پروازونو پر دوام اندېښنه ښودلې. په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر له دې امله خواشیني څرګنده کړې او ژمنه ‌یې کړې چې د افغان لوري شکایت به له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړي. خو په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG