د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرمه کې پر ډزو ۶ کسان مړه او ژوبل شوي


په کرمه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو دوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

په سیمه کې پولیټکل چارواکو پرون مشال راډیو ته وویل چې پرون په ګنجه کو کې د یوې جرګې ګډونوال په لاره روان وو چې ورباندې حمله وشوه.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په پاکستان کې په ورته ډول پر قومي مشرانو او جرګه کونکیو وخت په وخت بریدونه ترسره کېږي او په تېرو څو کلونو کې زرګونه مشران وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG