د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین او اردوغان پر شام سره ږغېدلي دي


د روس ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل ترک سيال رجب طيب اردغان سره په شام کې د جګړې ختمولو لپاره د ګډو هڅو ژمنه کړي ده.

دواړو مشرانو د جمعې په ورځ ناوخته د شام او عراق جګړي، اقتصادي، توانايي څانګو کې همکارې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په دي موقع پوتين وویل چې دوي په فعاله توګه په نړۍ کې د بحرانونو د حل کولو لپاره کار کوي چې په لومړۍ سر کې يې د شام شخړه ده.

نوموړي زياته کړه چې په ټولو څانګو کې ډير موثره خبري اتري ترسره شوي.

ماسکو ته د اردوغان سفر له هغه هيواد سره د اړيکو پراخولو په توګه کتل کيږي، ځکه چې په دي وروستيو کې د ترکېې له لوديځ هيوادونو سره اړيکي خرابي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG