پاکستاني چارواکي وايي په قبايلي سيمو کې د پوليو يا ګوزڼ ناورغۍ کې کمی راغلی دی.
د پاکستان د وزیراعظم د پولیو مخینوي پروګرام ویاندې سېنېټرې عایشه رضا فاروق د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته ويلي دي چې په قبايلي سيمو کې د پوليو نوي کېسونه مخې ته نه دي راغلي.
سېنېټره عایشه رضا فاروق وايي ، د افغانستان له خوست ولایته د ستنو شوو خلکو په اړه اندېښنه لري.
نوموړې ادعا کړې ده چې د روان کال تر مې مياشتې به له ټول هيواده د پوليو وائرس پوره ختم کړل شي.