د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال یې ۱۳ وسله‎وال طالبان وژلي او شپږ یې ټپیان کړي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغو طالبانو ته یې د میوند ۱۷ په نوم محاربوي عملیاتو کې چې د لښکرګار ښار اړوند بولان او بشران سیمو او په نادعلي ولسوالۍ کې شوې، مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG