د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، پښتانه دې په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته زیاته پاملرنه وکړي.
ملالې یوسفزۍ دا خبره د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده.
د ښځو نړیواله ورځ هر کال د مارچ پر اتمه نېټه د دې لپاره لمانځل کېږي چې د مېرمنو حقونو ته درناوی وشي او د هغوی لاسته راوړنې وستایل شي.