د لاسرسي ځای

"کورنۍ دې پر خپلو زده‎کونکو ماشومانو څارنه زیاته کړي"


د افغانستان کورنیو چارو وزارت د وسله والو له خوا جګړه ييزو پلانونو لپاره د ماشومانو په کارولو اندېښنه ښودلې.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش له مشال راډیو سره خبرو کې له کورنیو وغوښتل چې پر خپلو زده کونکو ماشومانو څارنه زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز چارواکي وايي، له دوی سره ۷۶۲ تورن اویا هم محکوم شوي ماشومان اوسیږي چې ۸۷ یې جينکۍ دي.

د دغه مرکز مرستیال امان ریاضت وايي په ماشومانو کې ۱۶۶ تنه د کورني امنیت پرضد د جرایمو په تور نیول شوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

XS
SM
MD
LG