د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر د کډوالو په اړه يو نوی فرمان خپور کړی


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فيدرالي قاضيانو يا ججانو لخوا د پخواني فرمان مخنيوي وروسته، يو نوی فرمان لاسليک کړی چې امريکا ته د شپږو اسلامي هيوادونو وګړو په ورتګ موقتي بنديز لګوي.

ټرمپ دا فرمان د دوشبنې په ورځ لاسليک کړ او تر مخه يې د شام، ايران، صوماليه، سوډان، ليبيا او يمن وګړو ته د ۹۰ ورځو لپاره پر امريکايي وېزو ورکولو بندېز لګول شوی دی. که د دغو هيوادونو وګړي وار دمخه وېزې لري، هغه به نه رديږي.

د مارچ له ۱۶مې نېټې څخه عملي کېدونکي، دې فرمان د امريکې کډوالۍ پروګرام د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډولی دی.

د سفر په اړه د ولسمشر ټرمپ لومړی فرمان د جنوري په ۲۷ تاريخ خپور شوی وو. د شپږو يادو هيوادونو ترڅنګ يې د عراق وګړي هم په موقتي ډول ۹۰ ورځو لپاره له امريکې بند کړې وو. دې نوي فرمان کې عراق نشته.

په دې فرمان کې له شپږو يادو شوو هيوادونو هغه وګړي هم نه دي شامل چې د امريکې دايمي هستوګنه يا ګرين کارډ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG