د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید ۱۵ وسله وال وژلي


چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پینځلس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د یکشنبې یا اتوار په سهار مشال راډیو ته وویل: بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې یاد برید تېره ورځ ناوخته د اچین ولسوالۍ اړوند مامند درې سیمه کې کړی چې له امله یې پینځلس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

خوږیاڼی وایي چې په تر سره شوي برید کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG