د افغانستان د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې۱۴ښوونکي د داعش له منګولو ازاد شول.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دغه استادان ۴۰ ورځې وړاندې داعش وسله والو د دې ولسوالۍ د مشر ملا په نوم له یوې مدرسې څخه بیولي وو.
نوموړي وویل یاد کسان د قومي مشرانو په هلو ځلو راخوشې شوي دي.
تېره اونۍ ۴۲تنه نور عام وګړې هم چې له پچیراګام ولسوالۍ داعش ډلې بیولي وو راخوشې شوي دي