د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې روسیو هوايي بریدونو امریکا پلوي عرب جنګیالي وژلي


په شام او عراق کې د اتحادي ځواک امریکايي کومندان لفټننټ جنرال سټیفن ټاونسینډ ویلي چې د روس هوايي برید د شام په شمال کې په حادثاتي توګه د امریکا ملاتړ لرونکي هغه عرب جنګیالي په نښه کړي دي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد جګړه کوي.

لفټننټ جنرال سټیفن ټاونسینډ د چارشنبې په ورځ وویل، روسۍ الوتکو داسې انګېرله چې ګواکې دوی الباب ته په نېژدې کلیو کې د داعش مرکزونه په نښه کوي.

هغه وايي، دا مسله د جګړې په هغه پېچلې سیمه کې رامنځ ته شوې ده چېري چې درې پوځونه او یو دښمن شتون لري.

لفټننټ جنرال سټیفن ټاونسینډ زیاته کړې چې دا پېښه د فرورۍ پر ۲۸مه رامنځ ته شوې وه او امریکايي ځواکونه د پېښې له ځایه څلور کلیو مېټره لرې وو.

د روس د دفاع وزارت ویلي ، نه دوی او نه هم د شام فضايي ادارې پر هغو سیمو بریدونه کړي دي کوم چې د امریکا ملاتړ لرونکو اپوزېشن ځواکونو په واک کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG