د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل بریدونه: درې تنه وژل شوي ۴۹ نور ژوبل


کابل کې د برید ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي. ۱ مارچ ۲۰۱۷
کابل کې د برید ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي. ۱ مارچ ۲۰۱۷

د کابل لوېدیزې برخې پر شپږمه امنیتي حوضه پورې اړوند سیمه کې لومړی یو ځانمرګي برید وشو، وروسته یو وسله وال یوې ودانۍ ته ورننوتی دي او له هغه ځایه یې پر امنیتي حوضې او پوځي اکاډمۍ ډزې کړي دي.

بلخوا د کابل په ختیزه برخه ارزان قیمت سیمه کې چې،دوولسمه امنیتي حوضه ده، هم دوو وسله والو چې غوښتل یې امنیتي حوضې ته ولاړ شي، خو تر پېژندلو پس وژل شوي دي.

د عامي روغتیا وزارت یوه چارواکي محب الله ځير ویلي چې په دغو بریدونو کې درې تنه وژل شوي او تر دا مهاله ۴۹ ژوبل کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG