د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې له پوځي اکاډمۍ سره ځانمرګی برید شوی


کابل کې د برید له ځایه لوخړې خېږي ښايي. ۱ مارچ ۲۰۱۷
کابل کې د برید له ځایه لوخړې خېږي ښايي. ۱ مارچ ۲۰۱۷

پولیس چارواکي وايي د افغانستان په پلازمېنه کابل کې لږ ساعت مخکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته رامنځ ته شوې. دغه پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا وخت له پوځي اکاډمۍ سره نېږدې په شپږمه امنیتي ناحیه کې ډزې روانې دي.

چارواکي وايي لومړی وسله والو په سیمه کې یو ځانوژونکی برید وکړ.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند د پېښې ذمه واري منلې ده او ویلې یې دي چې پر درو هدفونه یې بریدونه کړي دي خو نور تفصیل یې ور نه کړ.

په دې اړه لا څه رسمي بیان نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG