د افغانستان د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې نن (چارشنبه) سهار د دې ولایت مرکز پورې اړونده هرمل او میدانیو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل دا نښته لاهم دوام لري، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د یو بل خبر لمخې د بلخ امنیتي چارواکي وايي،په دولت اباد ولسوالۍ کې یې د طالب وسله والو د ځپلو په هدف پوځي عملیات پيل کړي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شېر جان دراني مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات د نوید ۳۴ تر نامه لاندې پيل شوي.