د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پوځي عدالتونو په اړه غونډه وځنډېدله


په پاکستان کې د پوځي عدالتونو په اړه د پارلېماني ګوندونو د غړیو مشورتي غونډه تر را روانې هفتې ځنډول شوې ده.

په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ شوې غونډه کې ډېر ګوندونه د پوځي عدالتونو په بیا راجوړولو رضا شوي دي خو ځیني سیاسي ګوندونه اوس هم د یادو عدالتونه په اړه تحفظات لري.

تر دې وړاندې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په اړه د پیپلز ګوند،پاکستان تحریک انصاف او جمیعت علماء اسلام (ف) ډلې پارلېماني مشرانو اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې پوځي عدالتونه د یو خاص مقصد او ټاکل شوې مودې لپاره جوړ کړل شوي وو نو حکومت دې یې وخت نه زیاتوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG