د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان کې د کیمیاوي مواد کارخانه کې چاودنه شوې


د ازبکستان د بیړنیو چارو وزارت وايي، د فرغانې ښار په یوه کیمیاوي کارخانه کې چاودنه شوې چې پکې ځېنې کسان وژل شوي دي.

د وزارت یو ویاند وايي، دا چاودنه تېر مازیګر د سرې او نورو کیمیاوي شیانو جوړولو په کارخانه کې شوې. ویاند وویل، په چاودنه کې مرګ ژوبله شوې ده خو کره شمېر یې ورنکړ. ده زیاته کړه، حکومت د پېښې پلټنو لپاره کمېشن جوړ کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG