د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د اټومي وسلو زېرمې زیاتول غواړو


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د هېواد اټومي وسلو زېرمې زیاتول غواړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ماښام له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې دلیل ورکړ چې د امریکا د اټومي وسلو صلاحیت کم شوی دی.

د امریکا او روسیې تر منځ د ستراتیژیکو وسلو محدودولو په نوي توافق کې ویل شوي چې دواړه خواوې باید د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې د ستراتیژیکو اټومي وسلو زېرمې محدودې کړي چې د ۱۰ کلونو په دورانیه کې یې سطح له یو بل سره مساوي شي.

ټرمپ په خپل دفتر کې په خبرو کې وویل، دا توافق یو اړخیزه دی او یو ((له هغو بدو موافقو دی چې د ده هېواد کړي دي.

ده وویل، د ده اداره به اوس ښه موافقې کوي. ټرمپ په بیا بیا، له ایران سره د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو هغه اټومي تړون غندلی چې د اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې پر تهران لګېدلي بندیزونه لرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG