د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

نن په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي

نن د فبرورۍ ۲۱مه نېټه په ټوله نړۍ کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.

پښتنو ملت پالو ، لیکوالو او شاعرانو د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې د دې ورځې په ویاړ د غونډو تابیا کړې ده.

په پاکستان کې په ځانګړې توګه ملت پال ګوندونه او لیکوال غوښتنه کوي چې زده کوونکو ته دې په مورنیو ژبو کې زده کړې ورکړل شي.

دا ورځ له هغه وروسته لمانځل کېږي چې په ۱۹۵۲ کال کې په مشرقي پاکستان یانې اوسني بنګله دېش کې پولیسو هغه بنګالي زده کوونکي وژلي وو کومو چې په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنه کوله.

په پخوا وختونو کې ځينو ملت پالو سياستوالو له حکومته غوښتې چې مورنۍ ژبې دې د تعليمي نصاب برخه کړي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

افغانستان له تاجکستان سره د سټراتيجک همکارۍ تړون لاسليک کولو پلان لري

محمد حنيف اتمر له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدين سره لیدلی.

افغانستان وايي، له ګاونډې هېواد تاجکستان سره د سټراتيجک همکارۍ تړون لاسليک کولو پلان لري.

دا اعلان د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۷مه کړی خو دا يې نه دي ويلي چې کله او چېرته به دا تړون لاسليک کېږي.

دا بيان د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدين سره د ملاقات څو ساعته وروسته ورکړل شوی.

حنيف اتمر د تاجکستان پلازمېني دوشبنې په دوه ورځنی سفر دی.

د تاجکستان چارواکو په رسمي توګه د سټراتيجک همکارۍ تړون په اړه څه نه دي ويلي.

تاجکستان اوس مهال له څلور هېوادونو چين، قزاقستان، روس او ازبکستان سره سټراتيجک همکاري تړون لري.

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر له خپل تاجک سيال سره د ملاقات پرمهال زور راوړو چې هېواد يې برېښنا ته اړتيا لري او تاجکستان دې د برېښنا ترسيل بيا پیل کړي.

تاجکستان د جولای مياشت په اخري کې افغانستان ته برښنا تر ۹۰ فيصده پورې کمه کړې وه ځکه چې په هغه هېواد کې د اوبو زخيرو کې کمې راغلي وو چې د برښنا جوړولو لپاره دي.

په پاکستان کې د ګوزڼ څلور ورځنې کمپاين پيلېږي

روغتیايي ماهرین وايي د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.

په پاکستان کې د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ګوزڼ ناروغی څلور ورځنی کمپاين پيلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د ګوزڼ دوه نوي کيسونه مخې ته راغلي دي.

له دې سره په پاکستان کې د سېپټېمبر تر ۱۸مې د ګوزڼ وهلو شمېر ۷۲ ته رسېدلي دي.

بلخوا د پاکستان پوليو مخنيوي ادارې په وينا، پروسږ کال په هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو رنځ موجود دی.

د ملګرو ملتونو روغتيا نړيوال سازمان "ډبليو اېچ او" په اګست مياشت کې افريقا له پوليو وايرسه پاکه ګرځولې وه.

د روغتیايي ماهرینو دریځ

روغتیايي ماهرین وايي، د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.

د دوی په وینا، پي ون هغه وایلډ وایرس وي چې په ماحول کې پروت وي او د هغو ماشومانو په خېټه کې وده کوي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي.

دا وایرس ماشومان فلوجوي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

د بېلاروس اپوزېسیون مشره د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل ته وینا کوي

سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست پر ۲۱مه په وېلنېس کې د خبري غونډې پر مهال

د بېلاروس اپوزیشن مشره سوېتلانا تیخانوفسکایا نن د سېپټېمبر پر ۱۸مه د ویډیو کانفرانس له لارې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل ته وینا کوي.

اروپايي ټولنې د تېرې میاشتې له ټاکنو وروسته د مظاهرچیانو په وړاندې د حکومت پر ځپونکو اقداماتو د عاجل بحث غوښتنه کړې وه.

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې په مشرې مېشیل باچلې غږ کړی چې د بېلاروس حالاتو دې له نېږدې څخه څارنه وکړي چېرته چې د هغوی په وینا زرګونه کسان نیول شوي، سلګونه د پولیسو لخوا ډبول شوي او په پراخه کچه د خلکو شکنجه کولو راپورونه هم دي.

د بېلاروس اپوزیشن سیاستواله سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست د نهمې نېټې له انتخاباتو وروسته له بېلاروسه لیتوانیا ته وتښتېدله.

نوموړې تور پورې کوي چې ولسمشر الېکساندر لوکاشینکا په انتخاباتو کې درغلي کړې او اصلا هغه ګټونکې ده.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په یو بیان کې وویل، پر امنیتي ځواکونو غږ کوي چې د اخ و ډب لړۍ دې ودروي او د بېلاروس د خلکو ترڅنګ دې ودرېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشره مېشیل باچلې وايي، د لوکاشینکا خلاف الزامونه باید له اسنادو سره وړاندې او پلټنې یې وشي چې په دې توګه له قانونه سرغړونه کوونکي محکمې ته ورسېږي.

کورونا وبا: پاکستان سرکار ۱۳ نورې تعلیمي ادارې وتړلې

د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)

د پاکستان حکومت د کورونا مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو نه عملي کولو له کبله ۱۳ نورې تعليمي ادارې تړلي دي.

تر دې مخکې د سېپټمبر پر ۱۷مه د کورونا وايرس کمانډ اېنډ کنټرول مرکز ویلي وو چې په ټول ملک کې ۲۲ تعلیمي ادارې تړلي شوي چې په خیبر پښتونخوا کې یې ۱۶، اسلام اباد کې یو او د پاکستان انتظام لاندې کشمیر کې یې پینځه ښوونځي تړلي دي.

په تېرو څلورو ورځو کې په مجموعي توګه ۳۵ تعليمي ادارې تړل شوي.

يادې ادارې نن، د سېپټمبر پر ۱۸مه، ويلي ول چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره لارښونې نه عملي کولو له وجې په خيبر پښتونخوا کې ۱۰ او سند صوبه کې درې تعليمي ادارې تړل شوې دي.

د روغتیا وزارت ویاند ساجد شاه د سېپټېمبر پر ۱۷مه پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د کورونا په اړه په سوشل میډیا خپرېدونکي ناسمو خبرونو ته پام کوي او یوازې هغه خبرونه دې سم ګڼي چې د وزارت له خوا خپرېږي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه معلومات ورکونکې حکومتي ويبپاڼې ليکلې چې تر نن سهاره د کوويډ۱۹ ناروغانو شمېر درې لاکه څلور زره شپږ اتياو [۳۰۴۳۸۶] ته رسېدلی دی. له دې ناورغۍ (شپږ زره څلور سوه اته ۶۴۰۸) کسان مړه شوي او تر دوو لاکو يونوي زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

افغان ځواکونه د هېواد د هرې برخې ساتنې ته چمتو دي: اسدالله خالد

اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د هیواد په هره برخه کې د دفاع لپاره چمتو دي.

د افغانستان ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د هېواد د هرې برخې ساتنې ته چمتو دي او د هېواد هېڅ یوه برخه یې له سقوط سره نه ده مخ شوې.

نوموړي دا څرګندونې د سېپټېمر پر ۱۷مه په لغمان کې وکړې.

هغه د کورنیو چارو له وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مشر جنرال سکاټ میلر سره هلته ورغلی و.

اسدالله خالد په دې موقع وویل، افغان ځواکونه د هېواد په هره برخه کې د دفاع لپاره چمتو دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي رسنیو ته وویل، د وسله والو د مخنیوي لپاره لغمان ولایت کې د پولیسو نور ځواکونه هم ځای پر ځای کېږي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ مېلر په دې موقع رسنیو ته وویل، په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې له نېږدې څاري او تمه لري چې ښې پایلې به ولري.

نوموړي افغان ځواکونه د سیمې په کچه د قوي ځواک په نامه یاد کړل او زیاته یې کړه چې د خپل ولس او خپلې خاورې دفاع کولای شي او په دې لاره کې ورسره نړیوال ملاتړ کوي.

د کابل په سروبې ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی

افغان امنیتي چارواکي وايي، په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

افغان چارواکي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین مشال راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د کابل لپاره د طالبانو سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرت‌الله چې په ملا سنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صلاح‌الدین صادق سره یو ځای وژل شوی."

ارین زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

اسلام اباد های کورټ د خبریال اسدعلي طور ضمانت منظور کړ

خبریالان او د بیان د ازادۍ فعالان د پاکستان پر پوځ تورې پورې کوي چې د ځان پرضد د نیوکو مخنیوي لپاره يې د میډیا په ادارو فشار ډېر کړی. انځور له ارشیفه

خبریال اسد علي د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي څانګې د پوځ بدنامولو په تور نیولی وو او د هغه پر ضد یې په راولپنډۍ کې مقدمه درج کړې وه.

په اېف ای ار کې ویل شوي چې طور په مبینه توګه په سوشل میډیا د پوځ په ګډون د پاکستاني ادارو پر ضد پروپیګنډه کوله.

سېپټېمبر ۱۶مه د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس اطهر من الله د اسدعلي طور حفاظتي ضمانت منظور کړ او ورته یې امر وکړ چې د ضمانت لپاره راولپنډۍ عدالت ته درخواست وړاندې کړي.

اسدعلي طور هم په خپله ټویټر پاڼه ویلي چې عدالت ورته د یوې اونۍ حفاظتي ضمانت ورکړ.

بلخوا د بې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) په پاکستان غږ کړی دی چې په سوشل میډیا په خبریالانو د بندیزونو مخه دې ونیسي.

یاد سازمان نن (سپتمبر ۱۷ ) په یو بیان کې ویلي چې تیرو څو ورځو کې په دریو خبریالانو د غدارۍ ، خلکو د راپارولو او پاکستان پر ضد د هلو ځلو تورونه پوری کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د بلال فاروقي ، ابصار عالم او اسدعلي په نومونو دریو خبریالانو پرضد مقدمې جوړی کړي او یا یې د هغوي پر ضد پلټنې پیل کړي دي.

آر ایس ایف په بیان کې زیاته کړې چې باید د خبریالانو د زورولو لړۍ نوره ودریږي. پاکستان د صحافت د ازادۍ په اړه د دوه زره شلم کال لپاره د (ار ایس ایف) په فهرست کې د ۱۸۰ هیوادونو په لړۍ کې په ۱۴۵ م ځاي راغلی دی.

یوشیدې سوګا د جاپان نوی وزیراعظم وټاکل شو

یوشیدې سوګا هوډ څرګند کړی چې د پخوانۍ انتظامې زياتره اجنډه به مخې ته بيايې چې پکې د ده اقتصادي اصلاحاتو پروګرام هم شامل دی.

د جاپان پارلېمان استازو یوشیدې سوګا د دغه هیواد د نوی وزيراعظم په توګه وټاکه.

سوګا د سېپټېمبر پر ۱۶مه د جاپان پارلېمان په دواړو ايوانونو کې د باور رایې ترلاسه کړې.

د جاپان پارلېمان دواړه ايوانونه حکومتي اېتلاف کنټرولوي او د دې اېتلاف مشري د سوګا محافظه کاره لېبرل ډېموکراټ ګوند کوي.

د پخوانی وزيراعظم شینزو ابې يو نېږدې ملګری چې تېره میاشت يې د نوموړي د دندې استعفی اعلان کړه ويلي و چې پخوانی وزيراعظم ناروغه دی.

بلخوا نوي وزيراعظم هوډ څرګند کړی چې د پخوانۍ انتظامې زياتره اجنډه به مخې ته بيايي چې پکې د ده د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام هم شامل دی.

۷۱ کلن تجربه کار سياستوال يوشېدې سوګا پر داسې وخت څوکۍ سمباله کړې چې د نورو هېوادونو په څېر جاپان هم له کورونا وبا سره په مبارزه بوخت دی.

دې وبا د نړۍ اقتصاد ته سخت تاوان رسولی دی.

اسراییلو په فلسطیني سیمو کې هوايي بریدونه کړي

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د سېپټېمبر پر ۱۵مه له دوو خلیجي هیوادونو، بحرین او متحده عرب اماراتو، سره د تعلقاتو عادي کولو لوظنامې لاسلیک کړی. انځور له ارشیفه

د اسراییل پوځ د سېپټېمبر پر ۱۶مه وویل چې په دغو ۱۰ هوايي بریدنو کې یې یو شمېر اهداف په نښه کړي او دا چې دا بریدونه یې له غزه پټۍ د وسله والو پرونیو راکټي بریدونو په جواب کې کړي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا دغه راکټونه یې په ساحلي ښار اشدود کې لګېدلي چې په غزه پټۍ کې د حماس وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو ویشتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د سېپټېمبر پر ۱۵مه له دوو خلیجي هیوادونو، بحرین او متحده عرب اماراتو، سره د تعلقاتو عادي کولو لوظنامې لاسلیک کړی.

د لوظنامو لاسلیکولو غونډه د امریکا ولسمشر دفتر سپینه ماڼي کې وشوه.

له دې وروسته د واشنګټن د ستنېدو په وخت اسراییلي وزیراعظم بن یامین نېتن یاهو خبریالانو ته وویل،دی حیران دی چې ترهګرو ولې د دې تاریخي غونډوې پر مهال راکټي بریدونه وکړل.

د ده په وینا وسله وال غواړي چې د امن لړۍ په شا بوځي خو دوی به بریالي نه شي.

بلخوا حماس هم نن اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو خلکو او مزاحمت پرضد د هر ډول اسراییلي جارحیت به بې له نېغ په نېغه جوابه پاتې نه شي.

فلسطینیان چې په غربي غاړه او غزه پټۍ کې خپلواکه ریاست غواړي، د امریکا په منځګړتوب د اسراییلو او خلجي هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو عادي کولو لوظنامې له خپل مقصد سره غداري ګڼي.

په دغو لوظنامو کې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ له لسیزو راهیسې شخړې په هکله څه نه دي ویل شوي.

فلسطیینانو له اسراییلو سره د عرب هېوادونو د تعلقاتو عادي کولو عمل رد کړی دی.

په لوګر کې اته وسله وال وژل شوي

افغان چارواکي وايي، په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د لوګر ازرې ولسوالۍ د سلیمان خېلو او د مرکز اړوند د پورک په سیمه کې اته وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل، وسله والو تېره شپه په یادو سیمو کې د ملي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د پولیسو په ځوابي بریدونو کې یاده مرګ ژوبله ورواښته.

شاپور احمدزي وايي، په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان حکومت او طالبانو د خبرو ملاتړ وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه. انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په یوه خوله د سېپټېمبر پر ۱۵ مه په یو قرارداد کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل هرکلی وکړ.

په دغه قرارداد کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو سیاسي میشن د راروان یو بل کال لپاره د غځولو منظوري هم ورکړل شوه او پر دواړو خواو یې په افغانستان کې پر یو بل د باور زیاتولو او تشدد د لا نور کموالي غږ کړی.

افغان حکومت او اتحادیان چې پکې نېټو او امریکا هم دي پر طالبانو اوربند ته د راضي کېدو غږ کوي چې ترمخه به یې د لسیزو اوږدې شخړې د ختمولو په اړه په دغو خبرو کې پرمختګ ته مرسته ترلاسه شي.

د دواړو خواوو د ویاندو له مخې د سېپټېمبر پر ۱۵مه افغان حکومت او طالب مشرانو د قطر په دوحه کې خپل نېغ په نېغه د خبرو د لومړني پړاو پیل وکړ.

دواړه خواوې هڅې کوي پر اېحنډه کار وکړي.

طالبان لا هم اوربند ته نه دي رضا شوي او د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له امریکا سره د سولې د تړون وروسته یې تقریبن هر ورځ پر افغان امنیتي عسکرو بریدونه کړي.

د دغه تړون له مخې به نړیوال عسکر له افغانستانه ووځي.

خلیلزاد د هند بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی

خلیلزاد په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر په سېشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې په دوحه کې د سولې خبرو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

هغه په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په دې کتنه کې پر دې خبرې وشوې چې واشنګټڼ او نوې ډېلي په څه ډول کولای شي د افغانستان سولې بهیر د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

دا د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې هند ته د ښاغلي خلیلزاد پنځم سفر دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته تر لنډ سفر وروسته نوي ډېلي ته ولاړ.

نوي ډېلي دې ته په پام چې ویل کېږي د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، د افغانستان سیاسي راتلونکي ته اندېښنه لري.

امريكا دې نوې سټراټیجیکې تېروتنه نه کوي: ایران

د ایران حکومت ویاند علي ربیعي

ايران امريكا ته خبرداري وركړی چې نوی سټراټیجیکې غلطي ونه كړی.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۴مه په یوه ټویټ کې وویل: "د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي.

ولسمشر ټرمپ دغه خبره د هغې راپور د راتلو وروسته کړې چې پکې ویلي شوي ول ایران د جنورۍ په میاشت کې د خپل یو قومندان قاسم سلیماني د وژنې په بدل کې د یو امریکایي سفارت کار د وژنې پلان جوړ کړی دی.

د ایراني حکومت ویاند علي ربیعي د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یو خبري غونډه کې وویل د امریکا هر ډول اقدام به د تهران له جدي ځواب سره مخامخ شي.

ربیعي دا خبرې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې کله ولسمشر ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل د ایران لخوا د کومه حمله به په زر برابره سخته حمله ځواب شي.

د امريكا او ايران اړیکې هغه مهال د جنګ په درشل كې شوې چې د جنورۍ پر درېیمه د ایران سپاه پاسداران قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په یوه امریکایي ډرون حمله کې له بغداد سره نېږدې ووژل شو.

د ایران هر بريد ته به ۱۰۰۰ برابره سخت ځواب ورکړل شي: ټرمپ

ډونلډ ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترهګر رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا بريد پلان کړي."

ډونلډ ټرمپ دا خبره تر هغو راپورونو وروسته وکړه چې پکې ویل شوي، ایران په پام کې لري یوه امریکايي سفارتکاره د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۴مه په یوه ټویټ کې وویل: "د امریکا په وړاندې د ایران هره حمله به، که په هره بڼه وي، زر برابره سخته ځواب شي.

" د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د روان ۲۰۲۰ز کال په جنوري میاشت کې د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د امریکا په يو ډرون بريد کې ووژل شو."

ډونلډ ټرمپ لیکلي: "داسې راپورونه شته چې ایران ښايي د ترهګر رهبر سلیماني د وژنې په تړاو کومه وژنه یا بريد پلان کړي."

ځینو امریکايي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۴مه رسنیو ته ویلي وو چې ایران په جنوبي افریقا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس د وژنې پلان لري.

د ټرمپ د دې څرګندونو په ځواب کې ايران واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د امريکا د يوې "نوې سټراټيجيکي غلطۍ" په صورت کې به ايران "قاطع ځواب" ورکړي.

دا خبره د ايران حکومت وياند علي رابعي د سېپټېمبر پر ۱۵مه په تهران کې يوې خبرې غونډې ته وکړه.

یو بل خبریال د پاکستان امنیتي ځواکونو اړوند مقدمه کې ښکېل

پاکستان: د بیان ازادۍ نړیوالې ورځې لمانځلو پر مهال یو خبریال د ژورنالیسټانو لپاره په دغه هېواد کې د خراب امنیت پرضد په راوتلې مظاهره کې پر ځوړند بېنر لاسلیک کوي. ۲۰۱۸، ۳ مې

يو پاکستاني خبر یال اسد علي طور د ګل په ورځ پر خپل ټويټر کښلي چې د راولپنډۍ پوليسو د يو کس حافظ احتشام په مدعيت کې د هغه پرضد د پاکستان او امنيتي ادارو پر ضد د بې بنیاده پروپیګنډې مقدمه درج کړې ده.

اسد علي طور په ټویتر پر ده د کښلي ابتدايي راپور (اېف ای ار) کاپۍ هم لګولې چې پکې د حافظ احتشام نومي یوه تن پوليسو ته شکايت کړی چې په ټولنيزو رسنيو د پاکستان او د هغه هیواد د امنيتي ادارو پر ضد بې بنیاده پروپګنډه کوي.

ښاغلي طور پر ده پورې کړي تورونه ردوي او ويلي يې دي چې پوليسو د خپل يوه لاسپوڅي په نوم د ده پرضد د روانې میاشتې پر دوولسمه د راولپنډۍ په جاتلي تاڼه کې مقدمه کښلې ده.

د روانې میاشتې پر يولسمه نېټه د پاکستان رسنیو سمبالولو ادارې پیمرا د پخواني مشر او خبر یال ابصار عالم پرضد د پنجاب د جهلم ښار په دينه سیمه کې یو کس چودري نويد احمد هم په ورته تورونو مقدمه درج کړې وه.

د بیان ازادۍ او بشري حقونو ملکي او جهاني ادارو او فعالانو د دې اقدام غندنه کړې او دا يې د بیان ازادۍ ضد ګام بللی دی.

ټرمپ د اسرایلو او خلیجي هېوادونو د غونډې کوربه دی

ایران، ترکيه او فلسطين پر دې تړونونو خوشاله نه دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د سېپټېمبر پر ۱۵مه په سپينه ماڼۍ کې له اسرايلو سره د متحده عرب امارات او بحرین د اړيکو عادي کولو د تړونونو د لاسليکولو غونډې کوربه وي.

ټرمپ چې غواړي د نومبر په درېيمه کېدونکو انتخاباتو مخکې په منځني ختیځ کې د بهرنۍ پالیسي کامیابي وښايي، دا تړونونه په ريښتيني ډول تاريخي او په منځني ختيځ کې د سولې لپاره پرمختګ بللی دی.

ټرمپ، د اسرايلو وزیراعظم بينيامين نتنياهو او د متحده عرب اماراتو شيخ محمد بن زايد د اسرايلو او عرب اماراتو تړون د اګست پر ۱۳مه اعلان کړی وو.

د بحرېن او اسرايل ترمنځ ورته تړون د سېپټېمبر پر ۱۱مه اعلان شو.

دا لوظنامې د ايران پر ضد يو غيررسمي ايتلاف جوړوي چې د امريکا بهرنيوو چارو وزیر مايک پامپيو يې په اړه ويلي دا کار ښيي چې عرب هېوادونه پوهېږي چې له ايران اسلامي جمهوريت څخه متوجه ګواښ په واقعيتونو ولاړ دی.

ایران، ترکيه او فلسطين پر دې تړونونو خوشاله نه دي.

د ايران بهرنيوو چارو وزارت د اګست پر ۱۴مه ويلي وو چې د متحده عرب اماراتو او اسرايلو ترمنځ تړون په غيرعادلانه ډول د فلسطينيانو او ټولو مسلمانانو په ملا کې د چړې وهل دي.

دوی د بحرين او اسريلو تړون هم له شرمه ډکه پرېکړه بللې چې په وینا یې په تاريخ کې به د يو سپک عمل په توګه يادېږي.

کورونا وایرس د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی

په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی

یو تازه راپور وايي، د کورونا ویروس وبا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی او په میلیونونو انسانان ‌یې د وژونکو ناروغیو او بې‌وزلۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د ننني راپور په حواله، د کورونا وبا له کبله شدیده بې‌وزلي ۷ سلنه زیاته شوې او د واکسین ورځنی پوښښ هغه حد ته راکم شوی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې وو.

مخکښ بشرپال او د دغه بنسټ یوه مشر بېل ګېټس چې د نړیوالې روغتیا د پرمختګ په هڅو کې ونډه لري وویل: "دا یو لوی پرشاتګ دی."

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې د کورونا ویروس وهلو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی، له دې ډلې تر ۲۱ میلیونو زیات کسان پاخه شوي دي.

د نازنين زاغري د مقدمې اورېدنه ځنډېدلې ده: ټيوليپ صديقي

۴۱ کلنه نازنين زاغري د تامس رویټرز فاونډيشن سره کار کوي او څلور کاله مخکې په تهران هوايي مېدان کې د کورنۍ د غړو سره تر ملاقات وروسته ونيول شوه.

د برتانيا د پارليمان يوې غړې ويلي چې په ايران کې مرستندويه کارکوونکې ایراني الاصله برتانوۍ نازنين زاغري رېټکلېف د مقدمې اورېدنه ځنډېدلې ده.

د پارليمان غړې ټيوليپ صديقي د سپتمبر په ۱۳مه وويل چې دغه خبره ورته د نازنين مېړه کړې ده خو نور معلومات یې نه دې ورکړي.

د ايران حکومت هم په دې اړه څه نه دې ويلي. ۴۱ کلنه نازنين زاغري د تامس رویټرز فاونډيشن سره کار کوي او څلور کاله مخکې په تهران هوايي مېدان کې د کورنۍ د غړو سره تر ملاقات وروسته ونيول شوه.

پر هغې د رژيم خلاف پروپيګنډې کولو او د حکومت د چپه کولو د پلان تور پورې شوی او عدالت ورته په مخکينۍ اورېدنه کې پينځه کاله قید سزا اورولې ده.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل دغه مقدمه انتهايي بې انصافه بللې وه.

د بېلاروس حکومت د مظاهرو مخنیوي لپاره پولیس زیات کړي‌

د کورنيوو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۳مه ويلي چې ۱۱۴ کسان یې نيولي دي.

د بيلاروس د کورنيو چارو وزارت وايي په سرښار مينسک کې يې د مظاهرو مخنيوي لپاره د پولیسو شمېر زیات کړی دی.

دې وزارت رسنيوو ته په ورکړي بیان کې روانې مظاهرې غيرقانوني عمل بللی دی. پرون ګڼ شمېر ښځې د ښار کوڅو ته د مظاهرې لپاره راوتلې وې.

د کورنيوو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۳مه ويلي چې ۱۱۴ کسان یې نيولي دي.

په دوی کې ځينې مشهورې ښځينه فعالانې شاملې دي. مظاهره چيان د ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا ليري کېدل او بيا ټاکنې غواړي.

نوموړی د اګست د نهمې په ټاکنو کې بريالی اعلان شوی وو خو اپوزیشن وايي هغه درغلي کړې ده.

لوکاشينکا چې پر بيلاروس يې پينځه دورې حکومت کړی د درغليوو کول نه مني او ځان قانوني ولسمشر بولي.

یونان کې پر مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګېس کارول شوی 

د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.

په یونان کې د مظاهرو ضد پولیسو د سپټمبر۱۲مه په ليسبوس ټاپو کې پر مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی دی.

تر دې مخکې دغلته د کډوالو په موريا کمپ کې د اور د لګېدو له امله زرګونه کسان بې‌کوره شوي وو نو ځکه زرګونو بې‌سرپناه وګړي پر سړکونو شپې تېروي.

دوی په پرونۍ مظاهره کې د یونان له حکومته‌ د سرپناه غوښتنه کوله.

د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو سېل رامات شو او لېسبوس له ترکیې اروپا ته د هغوی د سفر یوه اساسي لاره او تم ځای دی.

هند وايي برمته انجینېر یې له افغانستانه ستون شوی 

د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشي کړي وو.

هندي چارواکي وايي، په قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره په یو وخت له افغانستان څخه وروستی پاتې برمته انجینر خپل هیواد ته ستون شو.

هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول د ستمبر پر ۱۳ مه وویل چې مانتو سینګ یو له هغو ۷ هندي انجینیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.

د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشي کړي وو.

د روس په ۴۱ سیمو کې د سېپټېمبر پر ۱۳ مه ځايي انتخابات کېږي

د دې تر څنګ نن د ریاستي قانون ساز اسمبلۍ د څلورو چوکیو لپاره ضمني انتخابات هم کېږي

په روس کې کېدونکي مقامي انتخابات په هغه هېواد کې د ۲۰۲۱م کال د قانون ساز اسمبلیو په انتخاباتو کې د ولادیمیر پوتین د متحد روس ګوند لپاره یو ازموینه ګڼل کېږي.

په خلکو کې د یاد ګوند خوښي په کمېدو ده. په دې ۴۱ سیمو کې د ۱۸ سیمو لپاره د ګورنرانو انتخابات کېږي، په ۱۱ کې به د سیمه ییز قانون ساز اسمبلۍ لپاره استازي منتخب کېږي، او پکې د یو شمېر نورو مقامي چوکیو لپاره هم انتخابات کېږي.

د دې تر څنګ د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ولایتي پارلېمانونو د څلورو څوکیو لپاره ضمني انتخابات هم کېږي.

د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په خاطر د دې انتخاباتو څه برخه له وخت وړاندې د سېپېټېمبر پر ۱۱مه او ۱۲مه هم شوې ده.

خو د ولسمشر ولادیمیر پوتین ناقدین وايي، په دغه اقدام نوموړي د "متحد روس" ګوند په حق کې د دې انتخاباتو د نتیجو په درغلۍ د بدلولو هڅه کړې ده.

په یو شمېر سیمو کې د متحد روس ګوند مخالفه امیدواران نااهله ګرځول شوي.

دا راز د اپوزیشن په یو شمېر امیدوارنو او د هغوی لپاره په کمپاین کوونکیو بریدونه هم شوي دي.

د کراچۍ پولیسو خبریال بلال فاروقي خوشې کړی

پاکستاني پولیسو هغه خبریال خوشې کړی چې د پوځ پر ضد په ټولنیزو رسنیو نفرت خورونکي موادو شریکولو په تور نیول شوی وو.

د پاکستان پولیسو هغه خبریال خوشې کړی چې د پوځ پر ضد پر ټولنیزو رسنیو نفرت خپروونکو موادو شریکولو په تور نیول شوی وو.

د کراچۍ مېشت خبریال بلال فاروقي وکیل غلام شبیر د ستمبر پر ۱۲ مه رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل عدالت پولیس له خپل واکه په وتلو ورټل او له هغوی یې وپوښتل چې د یو تن پر ضد رپورټ نه جوړېږي نو تاسو ته چا اختیار درکړی چې خلک له کورونو پورته کوئ.

بلال فاروقي د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون خبریال دی چې د سېپټېمبر پر ۱۱ مه له خپل کوره نیول شوی وو.

د نوموړي خلاف د پولیسو رپورټ چې رویټرز لیدلی وايي، بلال فاروقي د ټولنیزو رسنیو د یو پوسټ په ذریعه د پاکستان پوځ بدنام کړی چې وروسته دغه پوسټ ریاست مخالفه عناصرو د خپلو ناوړه مقاصدو لپاره استعمال کړی دی.

په دې رپورټ کې تور لګول شوی چې د بلال فاروقي د انلاین فعالیت لوجې مذهبي نفرت خپور شوی او د پوځ خلاف یې خلک بغاوت ته پارولي دي.

خو نوموړي له رویټرز سره خبرو کې دغه تورونه بې بنیاده بللي دي.

د دهغه وکیل غلام شبیر ویلي هیله لري چې پولیس به په یوه اوونۍ کې خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړي او دا مقدمه به ختمه شي.

ایران پهلوان نويد افکاري په دار ځړولی

نويد افکاري

د ايران سرکاري رسنۍ وايي، ايرانی پهلوان نويد افکاري په دار ځړول شوی دی.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او بشري حقونو ډلو په قتل کيس کې د افکاري د ککړ ګرځولو غندنه کړې وه.

د ايران سرکاري رسنۍ په جنوب فارس کې د انصاف څانګې د مشر په حواله وايي چې افکاري د سېپټېمبر پر ۱۲مه سهار وروسته له هغو په دار وځړول شو چې د وژل شوي تن د مور او پلار او کورنۍ په غوښتنه قانوني پروسه ترسره شوه.

افکاري په ۲۰۱۸ م کال کې په شيراز ښار کې د حکومت پر ضد د ولسي مظاهرو پر مهال د يو تن په وژنه کې ککړ ګرځول شوی و.

دې کېس د نړيوالې ټولنې پام ځانته اړولی و.

افکاري ويلي و چې دا قتل دا نه دی کړی او د تشدد د لارې پرې منل شوی.

د نويد افکاري کورنۍ، مدني فعالان او وکيل وايي، د نوموړي خلاف هېڅ ثبوتونه نه شته.

ايران د تشدد تور ردوي.

بحرین او اسرایل د اړیکو عادي کولو هوکړه وکړه

ارشیف، د بحرین او اسرائیل رهبران

بحرین د سېپټېمبر پر ۱۱مه له اسرایل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل چې دا یو تاریخي بری دی.

ټرمپ د امریکا، اسرايل او بحرین د ګډ بیان متن هم خپور کړی او ویلي یې دي چې د بحرین پاچا د سېپټېمبر پر ۱۱مه د اسرایل له وزیراعظم سره په کتنه کې د اړیکو د عادي کولو موافقه کړې ده.

په دې بیان کې ویل شوي چې د اسرايل او فلسطین د لانجې حل لپاره به عادلانه هڅې جاري وساتي.

خو د فلسطین ادارې او د حماس سختدریځې ډلې دا موافقه غندلې او پر فلسطین ‌یې تېری بللی دی.

متحده عربي اماراتو تېره میاشت له اسرايل سره موافقه وکړه او بیا مصر او اردن اعلان وکړ چې له اسرايل سره خپلو سیاسي اړیکو ته د بیا کتنې په پایله کې یې روابط عادي کړي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG