د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوتي: پاکستان دې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره قامي تګلاره عملي کړي


د پښتنو ملت پاله سیاسي ګوندونو مشرانو پر حکومت غږ کړی دی چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره دې د ترهګرۍ پر ضد قامي تګ لاره عملي کړي.

د جمعې په روځ له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر او د پخواني وزیراعلا امیرحیدرخان هوتي ویلي دي چې د تورخم او چمن پولې له تړلو سره د ترهګرۍ ستونزه نه شي هوارېدای.

بلخوا د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو وویل د ترهګرۍ پر ضد په قامي تګ لاره په سمه توګه عمل نه دی شوی او دا خبره د پاکستان د قامي امنیت سلاکار هم منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG