د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: د تورخم بندر تړل ناامنیو ته لمن وهي


د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر د تړلو په غبرګون کې وايي چې دغه اقدام نه یوازې دا چې د ثبات په ټینګښت مرسته کوي بلکې د نا امنیو سبب هم کیدای شي.

دا وزارت وايي چې پاکستان څو ځلي دا ډول هڅې کړي خو نتیجه یې نه‎ده ورکړې او خلک یې پر وړاندې دریدلي دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان غواړي په زور د یو قوم چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پروت دی د تګ-راتګ مخه ونیسي نو پایلې به یې خطرناکه وي.

نوموړی له پاکستانه غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته دغه لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال

​ښاغلي لېوال زیاته کړه:

"څو وارې یې داسې هڅې کړي چې د تورخم لار وتړي خو نتیجه یې نه‎ده ورکړې ځکه خلک اجازه نه ورکوي، که د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو میلیونونو کسانو د تګ راتګ مخه نیول کېږي نتیجه نه ورکوي او ښايي نورې ستونزې هم جوړې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په سېند ایالت کې د مرګونې برید وروسته چې اویا تنه په‎کې ووژل شول د پاکستان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په شپه د امنیتي دلایلو له کبله د تورخم بندر تر نامعلوم وخته وتړله.

سیاسي کارپوهان وايي، د تورخم بندر تړل کېدل تر ډېره سیاسي اړخ لري.

افغانستان او پاکستان له ډېرې مودې راهیسې یو بل د ترهګرو پر ملاتړ تورنوي.

د پاکستان له لوري د تورخم بندر تړل تازه اقدام نه‎دی، د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې هم دغه لار له دې کبله وتړل شوه چې ګواکې افغان سرحدي پولیسو د ډیورنډ په فرضي کرښه کې د پاکستان له لوري د دروازې د جوړولو مخه نیولې وه.

له هغې وروسته پاکستان خپل هېواد ته د ټولو افغانانو پر ورتګ د ویزې اخېستل لازمي کړل.

د تورخم بندر د افغانستان یوله مهمو بندرونو څخه دی چې پاکستان ته د مسافرو د تګ راتګ سربېره له دغه هېواد سره د افغانستان د سوداګرۍ ډېره برخه له همدې لارې کېږي.

له بلې‎خوا د ننګرهار د سرحدي پولیسو د ارکان مشر ایوب حسین خېل وايي چې پاکستان د هغه افغان مسافرو سربېره چې ویزې هم لري سوداګریزو موټرو ته د تګ د راتګ اجازه نه ورکوي.

نوموړي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د یاد بندر د خلاصېدو لپاره جدي هڅې کوي.

حسین خېل وايي:

"لاره د مسافرو او موټرو پرمخ تړلې ده ، پاکستانیان چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي موږ هڅه کوو چې دغه ستونزه حل شي پاکستانیان وايي چې په دې سیمه کې عملیات لري او ان د جنازو د انتقال اجازه نه ورکوي."

د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان بیا وايي چې د یادې ستونزې د حل لپاره باید اساسي حل لاره ولټول شي او په دې برخه کې له پاکستان سره جدي بحث ته اړتیا ده.

سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځي وايي:

"له پاکستان سره جدي بحث ضرور دی او دغه بحث باید پر اسنادو او مدارکو وي او په کار ده چې د پاکستان پر سرغړونو ټوله نړۍ خبره شي بیا کیدای شي چې موږ ترې مثبته ګټه واخلو."

د نوموړي په خبره دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان له هغو نړیوالو قوانینو چې په خپله یې هم لاسلیک کړي سرغړونه کوي نو ځکه یې باید له ټولې نړۍسره د یاد هېواد سرغړونې له اغېزمنې لارې شریکي شي او فشار پرې راوستل شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG