د لاسرسي ځای

په عراق کې موټر بم برید ۴۵ کسان وژلي


عراقي امنیتي چارواکي وايي، د بغداد په شیعه مېشته سیمه کې په موټر بمي برید کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل دي.

اسلامي دولت ډلې پر خپلې ووبپاڼې اعماق د پنجشنبې په روځ حملې ذمه واري منلې او وايي، په برید کې د اهل تشیع یوه غونډه په نښه کړل شوې ده.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي، په حمله کې له ۵۰ تر ۶۰ پورې کسان ژوبل شوي دي.

یوه ډاکتر ویلي چې په ژوبلو شویو کې د ځېنو حالت مرګونی دی.

د چارشنبې پر ورځ هم د بغداد په یوې شیعه مېشتې سیمې کې موټر بمي برید شوی وو چې پکې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG