د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د افغان سفارت چارواکو ته یې د وسله والو لېسټ سپارلی


د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې بېګا په سېون کې تر ځانمرګي برید وروسته یې د افغان سفارت چارواکي نن د پوځ سر دفتر ته ورغوښتل او د هغو ۷۶ وسله والو لېسټ یې ورته وسپاره چې د ای اېس پي ار په وینا، په افغانستان کې پټ دي.

بیان زیاتوي، له افغانستانه یې د هغو وسله والو پر ضد د اقداماتو کولو یا پاکستان ته د سپارلو غوښتنه کړې. خو په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، هېڅ افغان ډېپلوماټ د پاکستاني پوځ سر دفتر ته نه دی ورغلی او نه هم ورته د وسله والو نوملړ ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG