د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي 


د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې په کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کېد هوايي او ځمکني بریدونو له امله دولس داعش وسله وال وژل شوي دي.


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د هوايي او ځمکني بریدونو له املهد يوه قوماندان سمیع الله په ګډون د داعش وسله والو اوه تنه وژل شوي او همدا راز د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې څلور تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

خوږياڼي وايي چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د یادولو ده چې په کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د داعش وسله والو پر ضد د د تېرې شنبې په ورځد شاهين ۲۵ په نوم هوايي او ځمکني عملیات پيل شوي، چې د چارواکو په وینا تر هغې به دوام وکړي څو پورې چې يې داعش وسله وال د یادو ولسواليو څخه پاکه کړې نه وي.

خوږياڼي زیاتوي:"له کومو سيمو چې داعش وسله وال شړل کيږي، هلته د سيمې د خلکو په ملاتړ امنیتي پوستې جوړيږي."

د یادو عملیاتو پر اړه تر دې دمه داعش وسله والو رسنيو ته څه نه دي ویلي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG