روس هغه تورونه رد کړي چې د فرانس د ولسمشريزو انتخاباتو مخکښ نوماند ايمانيول مېکرون د دوی د رسنیو او انټرنېټ تر بریدونو لاندې راغلی.
د کريملين وياند ديميتري پيسکو نن(سېشنبه) ويل چې د ماسکو پر ضد دا ډول تورونه بېخي بې معنا دي.
د مېکرون د ګوند جنرل سېکرټري ریچرډ فیراند د دوشنبې په ورځ روس تورن کړی و چې د مېکرون پر ضد تبليغات کوي ترڅو په انتخاباتي مبارزو کې له ماسکو پلوو سره مرسته وشي.
دا لومړی ځل دی چې د فرانس یو سیاسي ګوند مخامخ روس تورنوي چې په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي.
په فرانس کې د مې پر اوومه نېټه د ولسمشرۍ دوهم دور انتخابات تر سره کيږي چې د مېکرون په مقابل کې به د هغه سياله د ښې اړخې ګوند کانديده مېرين لې پې وي.
د نظر پوښتنې پر اساس لې پې له مېکرون مخکې ده خو څرګندوني چې نوموړی بيا هم د ګټلو ښه چانس لري.
مېکرون د اروپایي ټولنې ملاتړی خو لې پې يې مخالفه ده او په اوکراين کې د روسي سیاست پلوي ده.