د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روسیه لا هم په افغانستان کې د لاسوهنې فکر کوي'


د افغانستان ولسي جرګې مشر وايي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې ۲۸ کاله تېرېږي، خو د روس اوسني واکمنان لا هم په افغانستان کې د لاسوهنې په فکر کې دي. عبدالروف ابراهیمي چې نن (سېشنبه) يې په کابل کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په لمانځغونډه کې وینا کوله وویل، په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماته د مداخله کوونکیو هېوادونو لپاره لویه تجربه ده او باید هېڅوک یې تکرار نه کړي.

" له بده مرغه د روسیې اوسني واکمنانان له ۲۸ کلونو وروسته یوځل بیا په افغانستان کې د لاسوهنې فکر لري او د طالبانو له ډلې په ملاتړ غواړي د افغان دولت پر وړاندې جګړه پياوړي کړي چې دا په یو ډول د خلکو حکومت کمزوری کوي. "

په دا وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چی روس د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته وسلې او تجهیزات ورکوي. خو په کابل کې روسی سفیر دا دعاوې ردوي او وايي چې په افغانستان کې یې د خپلو کارکوونکیو د امنیت خوندیتوب په هدف له وسله والو طالبانو سره يوازې تماسونه نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG