د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: پر استخباراتي ادارې وياړم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې د افغانستان استخباراتي ادارې (ملي امنيت يا NDS) چارواکو سره په غونډه کې وويل چې په سختو حالاتو کې د ترهګرو له منځه وړلو لپاره د دوی کار ستايي.

د نوموړي له دفتره نن خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په نه ستړې کېدونکې مبارزې وستايل. د خبر پاڼې تر مخه ولسمشر غني دوی ته وويل: ((تاسي نامتو منسوبين یاست. زه پر تاسو ویاړم. له ټولو امنیتي منسوبینو څحه چې د خلکو او وطن د دفاع په برخه کې ګامونه اخلي مننه کوم. زه او ټول خلک پر تاسي اعتماد لرو.))

نوموړي دا خبرې د استخباراتو چارواکو لپاره د جوړ شوي سيمينار په پای کې وکړي. دې سيمينار کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه دملي امنيت چارواکي کابل ته ورغلي وو.

ولسمشر غني د هغ سرتيري د مور لاس ښکلوي چې طالبانو سره په جنګ وژل شوی
ولسمشر غني د هغ سرتيري د مور لاس ښکلوي چې طالبانو سره په جنګ وژل شوی

د خبرپاڼې تر مخه ولسمشر غني يو ځل بيا د ترهګرۍ ختمولو لپاره په خپلې قوي ارادې ټينګار وکړ او وي ويل: ((ترهګري کورنۍ نه بلکې یوه سیمه‌ییزه او نړيواله پدیده ده. تاسې د خلکو او ټولنې نبض یاست. موږ هر یو له وطن سره د مینې احساس لرو او صادقانه دفاع یې کوو.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر وويل چې د ده ټولې پاليسيانې د ملي ګټو په رڼا کې جوړيږي. هغه ټینګار کړی چې د هېواد د ملي امنیت په چوکاټ کې د قبیلې، ګوند او تفرقې سیاست ځای نه لري.

په دې وروستيوو کې افغان حکومت په جګړه د زخمي يا وژل شوو سرتېرو سره په مرسته ټينګار کړی. چارواکي وايي په دې مرستو کې ملي ملاتړ شامل دی.

نن ولسمشر محمد اشرف غني هم د ملي امنيت ادارې (NDS) چارواکو ته يو ځل بيا تکرار کړې. د هغه له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نوموړي وويل: ((زه په دوامداره توګه تل د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو او ټپیانو حال احوال اخلم.))

د خبرپاڼې تر مخه د افغانستان استخباراتي ادارې مشر معصوم ستانکزي له دې امله د ولسمشر مننه وکړه چې ملي امنیتي ځواکونه یې هڅولي، د شهیدانو کورنۍ یې پاللي او د دغو ځواکونو ټپیانو ته یې رسیدګي او پاملرنه کړې ده. هغه وویل، په دغه درې ورځني سیمینار کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې ډول د راتلونکي کال ګواښونو پر وړاندې په اقداماتو، د جرمونو پر کشف، ترهګرۍ او مافیا سره په مبارزې او د ادارو تر منځ په همکاريو بحث وشو.

XS
SM
MD
LG