د لاسرسي ځای

افغان حکومت وايي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې د درنو واورو ورېدو او واورو ښويېدنو په نتيجه کې د مړو شوو کسانو شمېر تر ١٩٠ واوښت.

د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس نن (شنبه)مشال راډيو ته وویل:

"١٩١ تنه شهيدان شوي دي، ١٢٣ تنه ټپيان شوي، ٢۵٩ کورونه په بشپړ ډول ویجار شوي او ٦٩٤ کورونه ته جزوي زيان رسیدلی دی."

سياس ويل، په دې موده کې ۵۸۷۸ څاروي هم مړه شوي دي.

د ده په وينا، خلکو ته زيات زیان په نورستان ولايت کې اوښتي، خو په پروان، بدخشان او فراه ولايتونو کې هم خلکو ته د سر او مال زيان اوښتى دى.

ويل شوي که څه هم د زياتو ولسواليو لارې بېرته پرانيستل شوي، خو په بدخشان کې لا هم له مرکز سره د ګڼو ولسواليو لارې بندې دي.

XS
SM
MD
LG