جوړوونکي: داود خټک، علي محمود، رې فرلانګ، جین ګارنر، ځلاند یوسفزی، نیاز احمد خان، پامیر ساحل، خالد خان، میش پروډکشنز،ياروسلاو پتاچنيک،انډريو ويلس
مننې: د خیبر پښتونخوا لوبو، کلتور او سیلګرۍ وزیر محمود خان، د خیبر پښتونخوا د ارشیفونو (ارکایېفز) او لرغونتونونو مشر ډاکتر عبدالصمد او د سوات په سیدو شریف کې د سکول استاد او مدني فعال عثمان ولسیار.
Designed by Pangea Design
©2017 Radio Free Europe/Radio Liberty
د پېښور په شمال کې، د ملاکنډ او مردان تر منځ د سړک تر غاړې د تختبای وړوکی ښار پروت دی. ۲۰۰۰ کاله پخوا، دا سیمه د بودا تهذیب کور وو چې څلي یې اوس هم د تختبای په کنډوالو کې ښکاري. دا د بودا مذهب یو له لویو مرکزونو څخه وو او د دې دین پوهان او زده کوونکي به له لرې لرې وطنونو تختبای ته تعلیم لپاره ورتلل. اوس هم د ورځې ګڼ خلک د دې کنډرو لیدو ته ورځي خو کم خلک د دې ځایونو پر تاریخي ارزښت پوهېږي.