د لاسرسي ځای

تازه خبر

غور کې واورو له امله پينځه کسان وژل شوي


د افغانستان په غور ولایت کې د درنو واورو د ورېدو له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په غور کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر حمیدالله دادفر وایي، د وروستیو واورو او د هوا د سړېدو له کبله د غور په بېلابېلو سیمو کې دا کسان مړه شوي دي.

د دادفر په وینا واورو پنځه کورونه هم نړولي او سلګونه څاروي یې وژلي دي.

د نېږدې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا او واورو له کبله ۱۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG