د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسۍ ژبې کرنټ ټایم ټي وي چېنل خپرونې پېلوي


د ازادي اروپا ازادۍ راډيو نن د “کرنټ ټايم” په نامه نوی ټېلويژني چېنل په رسمي توګه پېلوي.

په روسي ژبه خپرېدونکی دا چېنل به د اوونۍ اووه ورځې ۲۴ ساعته خپرونې ولري. د دې ټي وي چېنل هدف روسي ژبه ويونکو ليدونکو ته ريښتنې خبرونه رسول دي تر څو له ليتوانيا څخه تر قزاقستانه پورې خلک بوخت وساتي او د کريملين د ملاتړو رسنيو بديل ورته ورکړي.

د دې ۲۴ ساعته چېنل تابيا په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کې د ورځني خبري پروګرامونو له برياليتوب وروسته وشوه. د امريکا د حکومتي خبري رسنيو د نظم ادارې براډکاسټنګ بورډ اف ګورنرز مشر جان لانسنګ ويلي چې د امريکا غږ په همکارۍ د ازادي اروپا ازادۍ راډيو په مشرۍ کرنټ ټايم ډيجيټل شبکه د رسنيو د نظم ادارې يوه مهمه لاس ته راوړنه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG