د افغانستان د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
په سنګین کې یاد عملیات د سې شنبې د ورځې په سهار پيل شوي دي چې تر دې دمه دوام لري.
د ملي اردو په ۲۱۵میوند قول اردو کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل په دې عملیاتو کې یو شمېر امریکایي کوماندویان هم د افغان ځواکونو سره برخه لري.
د سیمې خلک وایي، د سنګین ولسوالۍ د بازار په شااوخوا سیمو کې درنه بمباري شروع ده او وسله وال هم مقاومت کوي.
د هلمند د والي ویاند په دې اړه معلومات ورنه کړل ویې ویل په سنګین کې د څو ورځو راهسې عملیات ادامه لري.
د یوبل خبر له مخې د یاد ولایت په ګرم سېر ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په هوايي حمله کې شپږ وسله والو طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي له دفتره نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا حمله تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ په خارکو سیمه کې شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی مشهور قوماندان نجیب الله چې په مدد مشهور دی شامل دی.
ګرمسېر ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهده وه.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.