د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې واورې او بارانونو زیانونه اړولي دي


د ننګرهار چارواکي وايي د دغه ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د واورې او بارانونو له وجې ۳۹۴ کورونه ویجاړ شوي او ۳۲۵ څاروي له منځه تللي دي.

د دوشنبې په ورځ په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د واورې د ورېدو له امله ۱۳۵ کورونه ویجاړ شوي او ۲۵۰ څاروي يې مړه کړي دي. د خوږياڼو ولسوالۍ کې ۶۵ کورنیو خپل کورونه پرېښې او خوندي ځایونه ته تللي او په دغه ولسوالۍ کې یې ۲۵ څاروي مړه کړي دي.

خبرپاڼه کاږي چې د چپرهار، غني خیلو، لالپورې، سپین غر، کوټ، مومندرې، بټې کوټ، ګوشته او دوربابا ولسواليو کې د سختو بارانونو له امله ۲۵۹ کورونه ویجاړ شوي او ۵۰ څاروي په کې مړه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د ننګرهار والي ګلاب منګل مرستندویه ادارو او په ننګرهار کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ته سپارښتنه کړې چې د زیانمن شويو کورنيو سروي بشپړه او پر وخت مرستې ور ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG