د لاسرسي ځای

رومانیا کې لا هم مظاهرې دوام لري


په رومانيا کې د فساد ضد قوانينو د کمزورۍ په اعتراض، په زرګونو کسانو د څلورمې ورځې لپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

په دغه هېواد کې د جمعې په ورځ هم په لسګونو زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو. دوی د اداري فساد پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې په دغه اړه جوړ قوانین دې نور هم قوي کړل شي.

له مظاهرو او اعتراضونو سره سره حکومت د هغه فرمان له بېرته اخستو ډډه کړې چې د سېشنبې په ورځ خپور شوى دى.

په دې فرمان کې هڅه شوي د ځېنو چارواکو پر ځينو ناوړه ګټو سترګې پټې شي.

XS
SM
MD
LG