کابل کې سړې هوا شاوخوا ۳۰ روږدي کسان وژلي
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي چې په تېره میاشت کې د یخنۍله امله شاوخوا ۳۰ روږدي کسان وژل شوي دي. د کلتوري خدمتونو مشرې راحلې کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، که د روږدو کسانو ستونزو ته پاملرنه ونهشي دغه شمېر به نور هم زیات شي. په همدې اړه په مخدرو موادو یو شمېر روږدو کسانو ازادي راډیو ته وویل چې د ژمي موسم کې له سختو ستونزو سره مخ دي او که د دوی ستونزو ته پاملرنه ونهشي د مرګ لامل به یې شي. ویډیو او ایډیت: ولي سباوون