د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ بابا لاډلا له دوو نورو ملګرو سره وژل شوی


په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز د وياند له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د پنجشنبې په شپه د لياري پهول پتي لېن سيمه کې يې عمليات کړي دي چرته چې د وسله والو او رېنجرز ترمنځه د نيم ساعت نه زيات نښته کې نور محمد (بابالاډلا) او د هغه دوه نور ملګري سکندر او محمدياسين وژل شوي دي.

د بيان ترمخه بابا لاډلا په دغه سيمه کې پټ ځايونه جوړ کړي وو چې پر خلکو به پکې تشدد کېدلو او هغه پوليسو او قانون نافذوونکو ادارو ته په ۷۴ بيلا بيل کېسونو کې هم مطلوب وو.

د رېنجرز په بيان کې ويل شوي چې سکندر هم د ۱۵ پورې بيلا بيلو کېسونو کې مطلوب وو

په دغه عملياتو کې د رېنجرز يو اهلکار هم ژوبل شوی.

د رېنجرز وياند په وینا چې درې نور وسله وال د شپې په تياره کې په تېښته بريالي شوي دي.

د ذکر ده چې نورمحمد عرف بابا لاډلا د سر قيمت ۲۵ لاکه روپۍ اېښودل شوی وو او په کراچۍ کې د عملياتو له پیلېدو سره سم هغه ورک شوی وو.

تر دې وړاندې هم په يوشمېر عملياتو کې د بابا لاډلا د وژنې خبر مخې ته راغلی وو خو د کومو ادارو له خوا يې پخلی نه وو شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG