په بلخ کې یوه سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي
د افغانستان د بلخ ولایت د روغتون مسؤلین وايي چې د سېشنبې پر شپه په کشندې ولسوالۍ کې یو سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي دي. د دغه روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیضي وایي، د زرینا په نوم دغه ۲۳ کلنه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله د پېښې ښکار شوې ده. ویډیو: مجیبالرحمن حبیبزی، ایډیت: تمیم اخګر