د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې چاودنو اته کسان زخميان کړي


نن (چارشنبه) د خوست ښار ملي لوبغالي سره نيزدي دوو چاودنو کې پنځه پوليس او دري ماشومان زخميان شوي دي.

د خوست د امنیه قوماندانی د استخباراتي څانګې مشر، غني الرحمن نن مشال ريډيو ته وويل چې دا ريموټ کنټرول بمي چاودنې هغه مهال وشوې چې پوليس له دغه ځايه د تېرېدو په حال کې وو.

غني الرحمن زیاته کړي چې پوليسو ټول زخميان نيزدي روغتونونو ته وړي او د ټولو روغتیايي حالت د ډ‌اډ وړ دی. د هغه په وينا د پېښې په اړه نوې پلټنې روانې دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې زمه واري نه ده منلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG