د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امریکا د لويې څارنوالۍ مشره له کاره لیرې کړه


ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د لویې څارنوالۍ مشره وروسته له هغه له کاره لیرې کړه چې هغې د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړيو د سفر د مؤقت بندیز د مشروعیت په اړه شک څرګند کړ او ویې‌ویل چې په محاکمه کې به‌یې دفاع ونه‌کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ ناوخته د لویې څارنوالۍ سرپرسته سالي یاتیس په خیانت او د غیر قانوني کډوالو په مسئله کې په کمزورۍ تورنه کړه ویې‌ویل چې پر ځای به‌یې د وېرجېنیا د ختیځې ولسوالۍ څارنواله وګوماري.

مېرمن یاتیس پخواني ولسمشر بارک اوباما د لویې څارنوال د مرستیالې په توګه غوره کړې وه او تمه کېده چې په سنا کې د نوي لوی څارنوال د رأیې اخیستو تر وخته به د لویې څارنوالۍ د سرپرستې په توګه کار ته دوام ورکړي.

تمه ده چې د لوی څارنوال د څوکۍ لپاره د ټرمپ کاندید جف سیشنز به ډېر ژر د سنا تائید ترلاسه کړي.

مېرمن یاتیس د اوو اسلامي هېوادونو پر اتباعو د سفر د بندیز په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د امریکا په واشنګټن ایالت کې مسلمانانو او د مدني حقونو فعالانو د ټرمپ د وروستي اجرائیه فرمان په وړاندې په محکمه کې حقوقي دعوه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG