د لاسرسي ځای

فلسطینی مشر محمود عباس پاکستان ته ځي


د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس له پاکستانیو مشرانو سره پر مختلفو چارو د خبرو اترو لپاره د ګل پر ورځ دغه هېواد ته په درې ورځني سفر ځي.

د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي چې نوموړی به د پاکستان له وزيراعظم او ولسمشر سره پر مختلیفو موضوعاتو خبرې کوي.

خبر زیاتوي چې محمود عباس به د اسلام اباد سفاتخانو کوڅه کې د نوې فلسطينۍ سفارتخانې پرانستنه هم کوي. دا پاکستان ته د نوموړي دريمه دوره ده.

XS
SM
MD
LG