د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملیشیا کې کشتۍ لادرکه شوې ده


چارواکې وايي چې د ملايشيا ساحلي علاقې بونيو کې يوه کشتۍ لا درکه شوې چې پکې يو ديرش کسان سپاره وو.

چارواکي وايي له دغې کشتۍ سره پرون کینبالو ته له روانیدو وروسته رابطه پرې شوه. کشتي مشهور سياحتي جزيرې پولاو مينګلم ته روانه وه.

د ملایشيا د بحري ځواکونو د چارواکو ترمخه په سیلانیانو کې ۲۸ د چين وګړي دي، خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د خپلو وګړو شمېر شل ښودلی.

رسنيو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ژغورني عمليات روان دي، خو امداد کارکونکي د سختو موسمي حالاتو سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG