د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه جرګه کېږي


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د روانې میاشتې په پای کې قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې یوه جرګه رابللې ده.

د ګوند یو مشر سینیټر عثمان کاکړ د جمعې په ورځ له مشال راډیوسره په خبرو کې وویل چې حکومت د اصلاحاتو په اړه قبایلي ولس په اعتماد کې نه دی اخستې او حکومت د یو څو سرکاري چارواکو له خوا جوړ شوی کتاب فاټا اصلاحات ګڼي چې دوی ته د منلو نه دی.

بل خوا د قبایلي سیمو د سیاسي اتحاد مشران وايي دوی به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په جرګه کې برخه نه اخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي په جرګه کې به له قبایلي ولسه پوښتنه کېږي چې ځان له صوبه غواړي او که په خېبر پښتونخوا ورګډیدل غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG