د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په ملي اردو کې یې د ښځو لپاره امتیازات په پام کې نیولي دي.
د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې تر یوونیم زر زیاتې ښځې په اردو کې خدمت کوي او ځانګړي امتیازات لري.
دولت وزیري وویل:
"علاوه پر معاش، له هغوی سره ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کېږي چې د قلم، کاغذ او کتابچې او داسې نورو ضرورتونو د پوره کولو لپاره یې مصرف کړي."
ښاغلي وزیري وویل چې په ملي اردو کې د ښځو لپاره لس فیصده برخه په پام کې نیول شوې او دوی د ښځو لپاره په پوځ کې د خدمت ښه شرایط برابر کړي دي.